ټولنه

د دشت شور واټ د آلمان په مرسته قيرکيږي

مزارشريف باختر دوږي دمياشتې ٢١  نيټه  :
د دوو کيلومترو په اوږدوالي د سړک د قير کولو تړون نن د بلخ ولايت د سيمه ييزو او په دغه ولايت کې د آلمان د قونسلګرۍ د مسوولينو ترمنځ لاسليک شو
د باختر آژانس دخبرله مخې :
دغه تړون د بلخ ولايت مرستيال محمدبشير توحيدي او په مزارشريف ښارکې د آلمان د فدرالي  جمهوريت سرقونسل  ډاکتر روبت کلينکا لاسليک کړ چې د هغه له مخې د دوو کيلومترو په اوږدوالي او اوو مترو سور سره د نهرشاهي ولسوالۍ د دشت شور سړک د آلمان د فدرالي جمهوريت د اقتصادي او پرمختيايي همکاريو د وزارت له خوا د اووه نوي ميليونو افغانيو په لګښت قير کيږي.
د بلخ ولايت د کليو د بيا جوړولو او پراختيا رئيس انجنير عبدالباسط عيني باختر آژانس ته وويل چې د دغه سړک په تګلوري کې د څلويښتو پلګيو او پوليو لارو جوړول هم په پام کې نيول شوي دي.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته