کابل / د چنګاښ ۲۷مه / باختر
د درېو پاکستانيانو په ګډون ۴٢ وسله وال طالبان تېره شپه په ننګرهار کې ووژل شول.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياني باختر آژانس ته وويل چې د دفاعي او امنيتي ځواکونو په عملياتو کې چې د دغه ولايت د هسکې مينې ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول؛ د درېو پاکستانيانو په ګډون ۴۲ وسله وال طالبان ووژل شول.
هغه زياته کړه چې د دغوعملياتو په بهير کې ١۵ نور وسله وال طالبان ټپيان او جنګي وسايل یې له منځه یوړل شول.
خوږیاڼي وویل چې د وژل شويو کسانو مړي د جګړې په ډګر کې پاتي وو او د طالبانو درې ښخ کړاى شوي ماينونه کشف او شنډ کړای شول.
ختم- شکريه- ا
8 د یوې دقیقې څخه لږ