امنیت

د دريو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

کابل باختر دکب دمياشتې ٧ :
په فراه ولايت کې تېره شپه د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه      کې  درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول.
د فراه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند محمداقبال باهر باختر آژانس ته وويل:
وسله والوطالبانو د پشت رود ولسوالۍ د ګين په کلي کې د امنيتي ځواکونو په پوستو وسله وال بريدونه وکړل ..
باهرڅرګنده کړه: په دې جګړه کې درې تنه وسله وال  طالبانو وژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته