۳۹- کابل / د مرغومي ٧ مه / باختر
ټاکل شوې ده تر راتلونکې پنجشنبې پورې د درونټې برېښنا کوټ درېیم توربین هم فعال شي.
د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې؛ د ننګرهار برېښنا رییس غلام حیدر فقیرزی وایي چې د ترمیم په موخه یې یاد توربین ایستلی و چې اوس یې کارونه بشپړ شوي دي.
په دې سره به په ننګرهار کې د درونټې د برېښنا ورکولو درې ماشینونه فعال شي.
فقیرزي دغه راز ډاډ ورکړ چې د یاد ماشین په فعالېدو سره به په درونټې لین کې د پرچاویو ستونزه هم لرې شي.
اوس مهال په ننګرهار کې تر ډېره په باراني ورځو کې برېښنا نه وي او د ننګرهار د اوسېدونکو په خبره؛ شته برېښنا ورته بسنه نه کوي او له ستونزو سره مخ دي.
پای/ وهاج
8 1 دقیقه لوستل