امنیت

د درز اب او دقوشتيپې خلکو دداعشيانو دمحاکمې غوښتنه وکړه .

کابل باختر د زمري  څوارلسمه
دجوزجان ولايت  ددرز اب او دقوشتيپې  دولسواليو په سلګونو بې ځايه شويو کورنيو نن  په يوه غونډه کې دداعش  دډلې دغړو دمحاکمې غوښتنه وکړه .
  دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  دغو کورنيو د شبرغان په پارک کې غونډه وکړه او له حکومت څخه يې وغوښتل چې ددوى غوښتنو ته پاملرنه وکړي .   ددرز اب ولسوالۍ  يو تن اوسيدونکى حيات الله وويل  زه يوموټر چلوونکى يم داعشيانو زه په چقمه چغور کلي کې  يرغمل ونيولم او زما لاسونه اوپښې  وتړلې او نهه ورځې يې  په ما ډير ظلم وکړ ، او زما دخلاصون په بدل کې يو مليونو دوه سوه زره افغانۍ  زما له کورنى  څخه واخستې .
دى وايي ددغه ظلم عاملينوته اوس  حکومت  ډوډۍ  ورکوي خو زه له خپلې کورنى سره  وچه ډوډۍ هم نه لرم .
ددرز اب ولسوالۍ يوه زړې ميرمنې وويل  داعشيانو لومړى زما ځوان  زوى وواژه او وروسته يې مړه يې  وسوځاوه .
ده وويل  زما د زوى دوه بچيان پاتې دي او اوس په کوڅو کې سرګردانه ګرځو . خو حکومت  زموږ دقاتلانو هرکلى کوي .
  دقوشتيپې اوسيدونکى کرام الدين وايي داعشيانو  زموږ څاروي او درې تنه ماشومان ووژل خو  دداعش دډلې  عمومي  مسوول  مولوي حبيب الرحمن وايي  چې دولت  له موږ سره ژمنه کړې ده  چې  له امنيتي ځواکونوسره  دجګړې په وخت کې زموږ تير کړه وړه بخښي .  په همدې حال کې دجوزجان والي وايي دهغو کسانوپرخلاف  چې دداعش په ترکيب کې  دملي امنيت رياست ته تسليم شوي دي  دسندونو او مدارکو په وړاندې کولو سره دخلکو ادعا ثابته شي  دغه کسان  محاکمه کېږي . او هيڅوک ددې کار  مخه نه شي نيولى .
ده زياته کړه اوس په دې موضوع کار دوام لري . او په نږدې راتلونکې کې  دخلکو غوښتنې څيړل کېږي .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته