د درزاب ولسوال په يوې ښځې جنسي تيري ردکړ

کابل  باخترد  وري  دمياشتې  ٢٧ :
دجوزجان ولايت د درزاب  ولسوال د سيمه ييزو پوليسو له خوا په يوې ښځې جنسي تيري ردکړ.
ځينو رسنيو خبرورکړي وو چې په  جوزجان ولايت کې د سيمه ييزو پوليسو له خوا په يوې ښځې جنسي تيري شوى دى.
دجوزجان ولايت د درزاب ولسوال رحمت الله حشر ددغه خبرپه ردولوسره باخترآژانس ته وويل: ددغې ښځې  ميړه چې د وژنې دڅو پيښو تور پرې لګول شوى دى؛ د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوى دى او د دولت مخالفينو دغه ښځه دې ته هڅولې ده چې دغه شان ادعا وکړي.
رحمت الله حشر څرگنده کړه چې ددغې پيښې په اړوندهيڅ راز سندونه اومدارک  او د ډاکترانو نظريه نشته .
د ده دڅرگندونوله مخې: هغې ښځې چې دغه شان ادا کړې ده اوس دخپلې استوګنې له ټاټوبى څخه تښتيدلې ده او پوليسو په دې اړوند دوه تنه نيولي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته