اقتصاد

د دايګنډي د هوا يي ډګر د جوړولو کار پيل شو

نيلي باختر دزمري ١٦ مـــــــــــــه

ددايکنډي ولايت د هوا يي ډګر د جوړولو کار نن پيل شو

 ددايکنډي والى الحاج قربانعلى ارزګا نى باخترا ژانس ته وويل

ددايکنډي هو ايي ډګر دشپږ سوه مترو په اوږد والى او شپږديرشو مترو په سور جوړيږي

تم ځاى اودغه راز درنوي کرښه ، د مخا بري برج او په ډګر کې د ننه سړکونه هم ددغه ډګر د جوړولو په پرو ګرام کې دى چې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت له پرمختيا يي بودجې څخه ددري شپيتو مليو نو افغانيو په لګښت جوړيږي

ددايکنډي والى زيا ته کړه : ددې پروژې کار به په شپږو مياشتو کې بشپړ شي او په هغه صورت کې چې که چيري د موظف سا ختما نى شر کت له خوا کومه سرغړونه وشي تر قا نو ني څارنې لا ندې به راشي

 ددې پروژې د کار دپرا نيستلو په غونډه کې ددغه ولايت امنيه قوماندان ، ددولتي ادارو رئيسا نو او يو شمير مخورو هم ګډون درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته