ټولنه

د دايکنډي ولايت يوشمېرکورنيو دملي پيوستون دپروګرام له اسانتياووڅخه ګټه واخيسته

کابل   باختر  دکب دوه ويشتمه :
په دايکنډي ولايت کې څه دپاسه څلور زره کورنيو د ملي پيوستون د پروګرام له ټولګټو پروژو څخه ګټه واخيسته.
د کليو د بيا جوړولو او په پراختيا وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د دايکنډي ولايت د شهرستان، ګيټې او د ګجران په ولسواليوکې د ملي پيوستون د پروګرام د ٢٣ ټولګټو پروژوکار بشپړ او د خلکو د استفادې وړ وګرځيدې.
په دغو پروژوکې د کرنيزو اوبو د کانالونو، محافظوي ديوالونو او د کرنيزو اوبو د زيرمو جوړول، د سړک د غاړو د ويالو د غاړو پخول، د اوبو لګولو د شبکو غځول، د لاسي بمبو په درولو سره د څښاک د روغتيايي اوبو د څاګانو کيندل او د کليوالي سړکونوجوړول او کرير اچول شامل دي.
د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د ملي پيوستون پروګرام په دايکنډي ولايت کې د فعاليت له پيل څخه تر اوسه پورې٧٥٠ کلي د پرمختيايي پروګرامونو تر پوښښ لاندې نيولي او په دې بريالي شوي دي چې په بېلابېلو برخوکې١١٣٠ پروژې بشپړې او د خلکو استفادې ته يې وړاندې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته