امنیت

د دايکنډي نوى امنيه قوماندان په کار پيل وکړ

 کابل/ باختر/ د چنګاښ ١٣مه
د دايکنډي نوى امنيه قوماندان نن د دغه ولايت د پوليسو منسوبينو او افسرانو ته   معرفي شو او په کار يې پيل وکړ.
د باختر آژانس د خبرله مخې: په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د ملکي او پوځي مسوولينو، عالمانو، مشرانو او خلکو په ګډون جوړه شوې وه؛ د دايکنډي والي  سيد انور رحمتي، ډګروال محمدآقا داوود چې نوى د دايکنډي امنيه قوماندان ټاکل شوى دى؛ د امنيې قوماندانۍ منسوبينو او افسرانو ته معرفي کړ.
د دايکنډي نوى امنيه قوماندان د دغه مسووليت په پرمخ بيولو کې د ولايت د مقام، د ملي امنيت رياست او د خلکو پر همکارۍ او همغږۍ ټينګار وکړ.
ډګروال محمدآقا داوود د جنرال غلام سخي غفوري پرځاى ټاکل شوى دى.
پاىج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته