اقتصاد

د دايکنډي مسوولين د وچکالی له پلوه انديښمن دي

کابل باختر دسلواغې ۱۵مه
وچکالي، د وګړو زياتوالى او د څښاک د اوبو د څاګانو کيندل د دايکنډي ولايت د ژوندانه د چاپيريال ساتنې مسوولين انديښمن کړي دي.
  د دايکنډي ولايت د ژوندانه دچاپيريال ساتنې رييس علي مدد ساحل  د باختر آژانس خبريال ته وويل: په کال کې د ځمکې لاندې اوبه، د وګړو د زياتوالي پرله پسې وچکاليو او د څاګانو دکيندلو له امله له شپيتو سانتي څخه تر يو متر پورې کمښت مومي او دغه کار د دايکنډي  دخلکو لپاره د انديښنې وړ دی .
ده وويل چې له دغه ولايت تر ځمکې لاندې اوبو د تېرو کلونو په پرتله کمښت موندلې چې له دې پلوه د دغه ولايت کروندګر زيانمن شوي دي .
  د دايکنډي ولايت د ژوندانه د چاپيريال ساتنې رييس وويل چې د دغه ولايت د مير آمور، ګيتي او د تاو ولسواليو او دولايت مرکز خلک دڅښاک اوبه د نشتوالي له امله  له خپلو کورونو پريښودو ته اړ شوي دي .
  ختم_ ج  – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته