د دايکنډي د لوړو زده کړو د تدريسي څانګې ودانۍ جوړيږي

کابلباختر د غبرګولي دمياشتې ۷ مه
د دايکنډي ولايت د لوړو زده کړو د تدريسي څانګې د ودانۍ د جوړولو کار پرون پيل شو .
د دايکنډي د لوړو زده کړو موسسې رييس سيد انور سيرت باختر آژانس ته وويل چې دغه ودانۍ د لوړو زده کړو وزارت له پرمختيايي بودجې څخه د ۴۸ ميليونوافغانيو په لګښت د اتلسو مياشتو په موده کې په درېيو پوړونوکې په پاحه او اساسي ډول جوړيږي.
د دايکنډي والي سيد انور رحمتي د دغې ودانۍ د کار په پيل کې، له قراردادي شرکت څخه وغوښتل چې د دغې ودانۍ په جوړولو کې کيفيت او چټکتيا په پام کې ونيسي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته