نيلي باختر د غويي د مياشتې ١٢ مه
د دايکنډي خبريالانو تېر ماښام د خپلو همکارانو په وېرکې غونډه وکړه او د خبريالانو د خونديتوب غوښتنه يې وکړه.
د باختر اژانس د خبريال د خبر له مخې: د دايکنډي خبريالانو په کابل کې د ثور د لسمې نېټې د خونړۍ پېښې شهيدانو لپاره شمعې روښانه کړې .
دغو خبريالانو په يوه پرېکړه ليک کې د ثور لسمه نېټه په هېواد کې د مطبوعاتو کورنۍ ته يوه خونړۍ ورځ وبلله.
دوى له حکومت څخه وغوښتل چې؛ په خبريالانو د بريد عاملان ونيسي او د قانون منګلو ته يې وسپاري.پاى_ سعيده
1 د یوې دقیقې څخه لږ