د دايمي اوربند د ټينګښت لپاره د سولې هڅې باید چټکې شي
کابل / د غبرګولي١٠ مه / باختر
د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون رييسه وايي چې په هېواد کې د دايمي اوربند د ټينګښت لپاره د سولې هلې ځلې بايد چټکې شي.
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون رييسې شهزاد اکبر په یوه تويټ کې ليکلي دي: د پاکستان په سفارت کې په نننۍ کتنه کې د دايمي اوربند د ټینګښت په اړوند خبرې وشوې.
هغې دغه راز لیکلي دي: دغه کتنه په کابل کې د پاکستان له سفير منصور احمدخان سره وشوه او په هېواد کې د دايمې اوربند پر ټينګښت ټينګار وشو.
اکبر زياته کړې ده: په دې کتنه کې همدارنګه د سولې د هلوځلو او د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې په احتمالي موافقه ليک کې د بشري حقونو د ساتنې د اړتيا په اړوند خبرې وشوې.
پاى \ج \ ذ