امنیت

د داياک پروګرام ته د جنګي وسايلو سپارل

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٢٤
په بغلان ولايت کې راټول کړى شوي جنګي وسايل نن په دغه ولايت کې د وسلو د راټولولو کميسيون ته وسپارل شول .
د بغلان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال نور حبيب ګلبهاري د باختر آژانس خبريال ته وويل: د بغلان ولايت دامنيتي منسوبينو د هڅو او هاند له امله د دوو کلاشينکوفونو او د ٢٤ ډي سي تومانچو په ګډون ٣٣ ميله ډول ډول وسلې چې ددغه ولايت په بېلابېلو سيموکې دجلاجلا عملياتو په بهير کې کشف او ترلاسه شوې وې؛ د داياک مسوولينو ته وسپارلې شوې.
ګلبهاري په دې ترڅ کې چې په بغلان ولايت کې د جنايي جرمونو د ګراف د راټيټولو په کارکې د دغو وسلو د تر لاسه کولو رول مهم وباله ويې ويل چې د دغو قضيو په تور څلور تنه هم د پوليسو له خوا نيول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته