فرهنګ

د داوودزي په تجارتي مرکزکې د کهکشان د کورنۍ سينما پرانستل شوه

کابل   باختر  دکب  دوه ويشتمه :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د چارو معيينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي د داوودزي په تجارتي مرکزکې چې د بهرنيو چارو وزارت ته څېرمه  موقعيت لري؛ د کهکشان د (کورنۍ سينما) پرانستله .
په هغو مراسموکې چې په همدې مناسبت د يوشمېر سينماګرانو او هنرمندانو په ګډون پرځاى شوي وو؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د چارو معيينې د دغې کورنۍ سينما پرانستل د فرهنګ د ودې، په ځانګړي توګه د ښځو لپاره له سينما څخه د استفادې په برخه کې يو اغيزمن  ګام وباله او زياته يې کړه: که چيرې  زموږ د هېواد د سينما توليدات زيات شي؛ د دې سبب کيږي چې زموږ فرهنګ  لاپسې  بډاى شي او د هغو سريالونو او فلمونو د وارديدو چې زموږ له فرهنګ سره  اړخ نه لګوي؛ مخه ونيول شي .
  مصطفوي څرګنده کړه چې د تيرو لسيزو د جګړو شرايطو ته په پاملرنې سره چې  هنر او فرهنګ ته يې ډير درانده زيانونه واړول؛ زموږ سينما هم د جګړو له امله  زيانمنه شوې ده او لکه څنګه چې بايد پاملرنه ورته شوې واى؛ نه ده شوې.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د چارو معيينې وويل:  هيله ده چې په ډير لنډممکن وخت کې زموږ د ډيرو لرغونو او تاريخي سينماګانو د بيا رغاونې او احيا کولو شاهدان و اوسو او زموږ ښځې هم وکولې شي له دغه شان نويو رغول شويو  سينماګانو څخه استفاده وکړي .
دغه راز په دغو مراسموکې دافغانستان د سينماګرانو داتحاديي رييس جوان شير حيدري او د خصوصي ټلويزيونونو د اتحاديې رييس کوميل په وار سره خبرې وکړې او د کوچنيو سينماګانو جوړول يې د سينما د هنر په وده کې يو ارزښتناک ګام وباله .
دوى زياته کړه چې د کهکشان د کورنۍ د سينما کارکوونکي ميرمنې دي او په دې سينماکې هغه هنري، روزنيز، ښوونيز او علمي فلمونه نندارې ته وړاندې کيږي  چې زموږ د هېواد د دودونو پرخلاف نه وي .
د کهکشان دکورنۍ سينما په ښارکې د استوګنې د لوړ فرهنګ د بيا رواجولو په خاطر په فعاليت پيل کړى دى او هلې ځلې کوي چې کورنيو ته د مناسبې زمينې او فضا په برابرولو سره، داسې شرايط برابر کړي چې کورنۍ وکولې شي په پوره ډاډ سره په يوه توپيري چاپيريال کې د خپلې خوښې وړ فلمونه له نندارې څخه خوند واخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته