-کابل باختر د لړم يوولسمه :
په قندهار ولايت کې د څلوروکيلومتره سړک د آوارولو او جوړولو کارچې د دامان ولسوالۍ د قندهار له مرکز سره نښلوي؛ پيل شو.
د قندهار د والي وياند صميم خپلواک باختر آژانس ته خبر ورکړ:
ددغه سړک د جوړولو کار به د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست له خوا به د دوه ويشتو مليونو افغانيو په لګښت په پنځو مياشتوکې بشپړشي.
د دغه سړک د کار د پيل په مراسموکې د قندهار ولايت مرستيال د دغه سړک جوړول، د ترانسپورتي اسانتياوو لپاره مهم وبلل ويې ويل چې د دغه سړک په جوړولو سره به د ناروغانو په تګ راتګ او له يوځاى څخه بل ځاى ته د ميوو په ليږدولوکې زياتې اسانتياوې برابرې شي .
د دامان ولسوالۍ اوسيدونکو هم د دغې پروژې د کار له امله خوښي وښودله او د دغې پروژې د کار د پيل له امله له همکارو موسسو او سيمه ئيزو ادارو څخه يې مننه وکړه .
0 1 دقیقه لوستل