نړۍ

د داعش ډلې په تيرو شپږو مياشتو کې په سوريه کې ٢٠٠٠ تنه اعدام کړي دي

بغداد – باختر د مرغومې دمياشتې ٨
د سوريې د بشر د حقوقو د مسئلو کتوونکې ډلې پرون اعلام وکړ چې د داعش ډلې د روان کال د چنګاښ له مياشتې څخه تر اوسه پورې په سوريه کې نږدې ٢٠٠٠تنه اعدام کړي دي چې نيمايي يې د يوې سني قبيلې غړي وو.
د فرانسې د خبري آژانس د خبرله مخې : د سوريې د بشر دحقوقو کتوونکې ډلې ويلي دي چې دچنګاښ دمياشتې له اوومې نيټې په اصطلاح اسلامي خلافت د اعلام له وخت څخه د مرغومې د مياشتې تر شپږمې پورې د داعش د ډلې له خوا د ٨٧٨ تنو اعدام مستندکړى دى .
د سوريې د بشر دحقوقو کتوونکې ډلې چې مقر يې په بريتانيا کې دى او خپل اطلاعات د سوريې له کورنيو منابعو څخه ترلاسه کوي ، اعلام وکړ چې قربانيان د ډزو، د سرونو د غوڅولو او يا د سنګسار له لارې د حلب، ديرالزور، حماه، حمص، الحسکه او د الرقه په ولايتونوکې اعدام شوي دي .
١٧٥ تنه دغه اعدام شوي کسان د څلورو تنو ماشومانو او د اتو ښځو په ګډون ملکي وګړي وو.
دغه راز ٩٣٠ تنه اعدام شوي کسان د (الشعيطات) د سني قبيلې غړي وو چې په تير دوبي کې يې په ختيځ ولايت ديرالزورکې د داعش د ډلې پرخلاف پاڅون وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته