امنیت

د داعش ډلې يو جګپوړى غړى په ننګرهار کې ونيول شو

کابل / د وري ۱۵ مه / باختر
د داعش ډلې يو جکپوړى غړى په ننګرهار کې د عملياتو په بهير کې ونيول شو.
پر دغه ډار چوونکى تېره شپه په چپرهار ولسوالۍ کې د هغه په پټنځي کې بريد وشو.
د ننګرهار د ملي امنيت د ځانګړو ځواکونو يوې سرچینې باختر آژانس ته وويل چې د داعش ډلې دغه غړى په ننګرهار کې د يولړ هدفي وژنو په طرحه کولو بوخت و چې بريد پرې وشو.
هغه وويل چې دغه داعشي د داعش د هدفي وژنو طرحه کوونکی او د داعش د استخباراتو غړى دی.
له دغه ډار اچوونکي څخه وسلې هم ترلاسه شوې دي.
ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته