نړۍ

د داعش ډلې د دوو روسي جاسوسانو د اعدام ويډيو خپره کړه

مسکو –بى بى سي – باختر دمرغومې دمياشتې ٢٤
د داعش ډلې هغه ويډيو خپره کړې ده چې په ښکاره د دوو تنو اعلامول ښيي چې په هغوى باندې د روسيې دولت ته د جاسوسى تورلګول شوى دى.
دغه ويډيو ښيي چې يو ماشوم دغه دوه تنه چې په ګونډو شوي دي؛ له نږدې واټن څخه د شاه له خوا په ډزو سره وژني.
دغه اووه دقيقه يي فلم چې په داعش پورې د اړوندو ډيرو ويډيوګانو په شان په حرفوي ډول تدوين شوې دي او په روسي ژبه او په انګليسي او عربي زيرنويس سره برابر شوى دى.
د فلم په پيل کې د دغو دوو تنو د اعترافونو صحنې ليدل کيږي چې د يوتن پوښتنو ته چې څېره يې نه ليدل کيږي؛ ځوابونه ورکوي.
يو له دغو دوو تنو څخه وايي چې د قزاقستان تبعه ده او دويم نن يې د خپل مليت په باب څه نه وايي. خو دواړه وايي چې د روسيې د فدرال امنيت د سرويس له خوا د داعش د ډلې په باب د اطلاعاتو د راټولولو په خاطر استخدام شوي وو.
د داعش د ډلې يو غړي د قرآن د آيتونو په لوستلو سره د دغو دووتنو نيول د خداى (ج) مهرباني بولي او وروسته د ده په اشاره ماشوم دوه تنه تورن کسان په ډزو سره اعداموي.
د ويډيو په پاى کې چې ښکاري د داعش له پخوانيو فلمونو څخه انتخاب شوى دى؛ دغه ماشوم د داعش د ماشومانو د پوځي روزنې په کمپ کې ښيي چې وايي: غواړي په راتلوونکې کې يو مجاهد شي او کفار ووژني.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته