د داعش ډلې دوه تنه جګپوړي غړي په هوايي بريدکې ووژل شول

کابل/ باختر/ د غبرګولي دمياشتې ١٨مه په ننګرهار ولايت کې د داعش ډلې دوه تنه جګپوړي غړي د هوايي بريد له امله ووژل شول . پر دغو داعشيانو تېره شپه د ننګرهار ولايت په خوږياڼيو ولسوالۍ کې د هغوى په پټنځي کې بريد وشو . د هېواد په ختيځ کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دغه هوايي بريدکې دداعش ډلې دوه تنه جګپوړي بهرني غړي ووژل شول. دغه بريد دناتو د بې پيلوټه الوتکې له خوا ترسره شو. په دغه بريدکې د وژل شويو ډار اچوونکو هويت نه دى افشا شوى. ختم _ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته