نړۍ

د داعش ډلې ته د سپينې ماڼۍ خبردارى

واشنګټن د آزادى راديو – باختر د وږي دمياشتې ١
سپينه ماڼۍ وايي: امريکا د دغه هيواد د خلکو د امنيت د تامينولو لپاره د اسلامي دولت د افراطي ډلې پرخلاف زياتو اقداماتو ته چمتو ده.
د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت د سلاکار مرستيال بن روديس دغه تکى پرون په واشنګټن کې خبريالانو ته څرګندکړ.
بن روديس زياته کړه: د اسلامي دولت افراطي ډله د شپږو مياشتومخکې په نسبت ډير خطرناکه شوې ده.
ده زياته کړه: موږ په وار وارڅرګنده او روښانه کړې ده، که چيرې تاسې په امريکايانو پسې و اوسئ؛ موږ په هرځاى کې چې و اوسئ؛ تاسې تعقيبوو. دا په څو راتلوونکو ورځوکې زموږ د کار لارښود وي.
د داعش ډلې په هغې ويډيوکې چې د امريکايي خبريال جميزفولي وژل کيدل يې ښودلي دي او په انټرنټ کې يې خپره کړې ده؛ ويلي دي چې دا کار يې په عراق کې د دغې ډلې په پلويانو د امريکا هوايي بريدونو پرخلاف په غچ اخستنه کې ترسره کړى دى.
واشنګټن د چارشنبې په ورځ تاييدکړه چې د روان کال په دوبي کې يې يوه خاصه ډله د امريکايي خبريال جميز فولي او د يوبل امريکايى د ژغورنې لپاره چې يرغمل شوى و؛ سوريې ته واستول شوه.
امريکا په اوس وخت کې يواځې په عراق کې د اسلامي دولت د تندلارې ډلې دجګړه مارانو پرخلاف هوايي بريدونه کړي دي.
خو امريکايي مقامات وايي چې اوس په سوريه کې هم په دوى ورته هوايي بريدونه څيړي.
جميز فولي د ګلوبل پست په نامه په نړيوال خبري آژانس کې کارکاوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته