د داعش څوارلس تنه غړي ووژل شول.

کابل –باختر د مرغومې دمياشتې ٢٧
د داعش د ډلې څوارلس تنه غړي په ننګرهار ولايت کې دهوايي بريد له امله ووژل شول.
په دغو جګړه مارانو په اچين ولسوالۍ کې د دوى په پټنځي بريد وشو.
دهيواد په ختيځ کې دسرحدي پوليسو يوه جګپوړى قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دې هوايي بريد کې د داعش د ډلې څوارلس تنه غړي ووژل شول.
ده وويل جګړه ماران په اچين ولسوالۍ کې په خپل پټځي کې راټول شوي و چې بريد پرې وشو.
دغه بريد دافغانستان دهوايي ځواکونو د دوو توپ لرونکو هيلکوپترونو په واسطه ترسره شوى دى .