نړۍ

د داعش په بريدکې ١٥ تنه ايراني ځواکونه ووژل شول

بغدادباختر د غبرګولي دولسمه :
د عراق په الانبار ولايت کې د پوليسو د ځواکونو په يوې اډې د داعش د ډلې په ځانمرګي بريدکې څه ناڅه ١٥ تنه ايراني ځواکونه ووژل شول .
  په دې وروستيو وختوکې د ايراني ټانګ ضد يوشمېر توغندي هم دغې اډې ته سپارل شوي و.
په الانبار ولايت کې په پروني بريدکې د داعش د ډلې افرادو په بمونو بار درې موټرونه د پوليسو د اډې له ودانۍ سره ټکر کړل چې په وژل شويوکسانوکې دپوليسو څو تنه افسران شامل دي .
  عراقي مامورينو پخوا ويلي وو چې په دې بريدکې د پوليسو ٤٥ تنه افسران وژل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته