-بغداد/ ايرنا/ باختر د چنګاښ اتمه :
د عراق اردو اعلام وکړ چې د موصل ښار دوه نورې ناحيې د داعش له تروريستي ډلې څخه بېرته نيولې دي .
د خبري منابعو د خبرله مخې:
د (حضره الساده) او (الاحمديه) د ناحيو آزادول د عراق اردو، يو بل ګام د موصل ښار د بشپړکنترول لپاره نږدې کوي .
د حضره الساده او الاحمديه ناحيې د نوري د ستر جومات په شمال لويديځ کې موقعيت لري چې تېره اوونۍ د داعش له خوا وچول شو او د دغې ډلې تروريستان د دغه جومات سيمه په خپل کنترول کې لري .
د موصل ښار د آزادولو عمليات د ٢٠١٦ ميلادي کال د اکټوبر د مياشتې په اوولسمه نيټه پيل شول او د لويديځو سيمو له آزادولو وروسته د عراق وسله وال ځواکونه د روان ميلادي کال د فبروري په مياشت کې له نولسمې نيټې څخه د دغه ښار د لويديځو سيمو د آزادولو په عمليات بوخت دي .
0 1 دقیقه لوستل