د داعش د ډلې څه ناڅه ديرش تنه غړي په عراق کې ووژل شول
بغداد – ايرنا – باختر دلړم دمياشتې ٦
د داعش د ډلې د والي په ګډون د دغې ډلې څه ناڅه ٣٠ تنه غړي د بعقوبه ښار په ختيځ کې ووژل شول.
د ايران د دولتي خبري آژانس د خبرله مخې: د عراق د اردو يوه جګپوړي مقام عبدالاميرالزيدي وويل چې د اردو او پوليسو ځواکونو د دوشنبې د ورځې په مازيګر د وګړنيو داوطلبو ځواکونو په مرسته د بعقوبې د منصوريه الجبل په سيمه کې د عملياتو په بهيرکې د داعش له ځواکونو سره په يوه سخته جګړه کې ددغو سيمو ځينې ساحې هم پاکې کړې.
د دغو عملياتو په بهيرکې دغه راز ١٥ بمونه شنډ او درې کورونه چې بمونه پکې ځاى پرځاى شوي و؛ هم وچول شول.
ده ټينګار وکړ چې دغه عمليات په بشپړ توګه د دغې سيمې تر آزادولو پورې دوام وکړي.
دغه عراقي پوځي زياته کړه: د داعش د ډلې تر کنترول لاندې زياترو سيموکې د زياتې ماتې په دليل خپله روحيه له لاسه ورکړې ده او افراد يې د تيښتې په حال کې دي .
د داعش د ډلې ځواکونو د روان کال د غبرګولي له ١٩ مې نيټې څخه د عراق په شمال او لويديځ په بريدونو سره د دغو سيمو ځينې برخې نيولې دي.