امنیت

د داعش د ډلې په لسګونو تنه غړي په ننګرهار کې ووژل شول

کابل باختردزمري دمياشتې٢٧نيټه : 
د داعش په ډلې پورې اړوند ٣٣ تنه ډار اچوونکي دهېواد په ختيځ کې د ځانګړو ځواکونو په نويو بريدونوکې ووژل شول.
په دغو ډار اچوونکو تېره شپه د ننګرهار ولايت په ځينو سيمو هوايي او ځمکني بريدونه وشول .
د هېواد په ختيځ کې د سيلاب قول اردو يو قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په نويو بريدونوکې تېره شپه ٣٣ تنه داعشيان ووژل شول.
ده وويل: په دغو داعشيانو دننګرهارولايت دکوټ، نازيانو او دخوږياڼيو د ولسواليو په ځينوسيمو د دوى په سنګرونو بريدونه وشول.
د را رسيدلو خبرونو له مخې، په دغو هوايي او ځمکنيو بريدونوکې له ټولو جنګي وسايلو سره يې د داعشيانو څو پټنځي هم دړې وړې شوي دي.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته