امنیت

د داعش د ډلې پنځه تنه غړي په ننګرهارکې ووژل شول

_  کابل  باختر دکب دمياشتې ٢١:
د داعش د ډلې پنځه تنه غړي په ننګرهار ولايت کې د نويو جګړو په بهيرکې ووژل شول.
په دغو داعشيانو تېره شپه ناوخته کله يې چې غوښتل داچين ولسوالۍ دبانډرخور   دساحې په څو امنيتي پوستو بريدونه وکړي؛ د دوى په پټنځي د پوځيانوله خوا راکټي بريد وشو او ووژل شول.
د افغانستان په ختيځ کې د ملي اردو د ځواکونو وياند د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دې بريدکې د داعش د ډلې پنځه تنه غړي ووژل شول .
ده وويل: داعشيانو غوښتل د اچين ولسوالۍ په بانډرخور ساحه کې په امنيتي پوستو بريدونه وکړي؛ خو د دوى په پټنځي د پوځيانوله خوا بريد وشو او پنځه تنه يې ووژل شول.
د دغو راکټي بريدونوپه بهيرکې د اردو د ځواکونو او داعيشانو ترمنځ جګړه هم شوې ده چې له امله يې د اردو يو پوځي ټپي شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته