امنیت

د داعش د ډلې يو قوماندان له نهو تنو افرادوسره يې په ننګرهارکې د سولې له بهيرسره يوځاى شو

جلال آباد باختردتلې دمياشتې٢٦نيټه  :
د داعش د ډلې يو قوماندان له خپلو نهو تنو افرادو سره يې چې د ننګرهار ولايت  په اچين او نازيانو ولسواليوکې په ډار اچوونکو بريدونو بوخت وو، د سولې له بهير سره يوځاى شو .
د داعش د دغې نهه کسيزې ډلې قوماندان نيازګل د سولې له بهير سره د يوځاى کيدو په وخت کې وويل چې له دې وروسته به هڅه وکړي؛ د هېواد په بيا رغاونې او د امنيت په تامينو لوکې برخه واخلي .
د ننګرهار د والي وياندعطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل: د سولې له بهير سره له  افرادو سره يې د قوماندان نيازګل يوځاى کيدل به د اچين او نازيانوپه ولسواليوکې د امنيت د تامينولو په برخه کې مرسته وکړي.
ده وويل: د سولې له بهير سره دغو يوځاى شويوکسانوخپل څو جنګي وسايل  هم دولت ته سپارلي دي.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته