امنیت

د داعش د ډلې دوه غړي په ننګرهار کې ونيول شول

کابل/د زمري ٩مه /باختر
په ننګرهار کې د داعش د ډلې دوه غړي په پوځي عملياتوکې ونيول شول.
دغه داعشيان تېره شپه د حصارک ولسوالۍ په يوه کورکې وپېژندل او ونيول شول.
د ننګرهار يوه امنيتي خبرځاى باختراژانس ته وويل چې دغه داعشيان په ننګرهار کې په هدفمنو ترورونو بوخت و.
پرون هم په افغانستان کې د داعش د ډلې ٤ غړي له هغې جملې څخه د دغې ډلې مالي مسوول د بټي کوټ په ولسوالۍ کې وپېژندل شو او ونيول شو.
– سعيده – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته