د داعش د ډلې دله منځه وړلو لاره دسوريې له اردو سره همکاري ده

قاهره ايرنا – باختر د تلې دمياشتې ٢٨
دمصر دبهرنيو چارو پخواني وزير احمد ابوالغيط په دې باندې په ټينګار سره چې د داعش د ډلې دله منځه وړلو لاره دسوريې له اردو سره همکاري ده ، وويل چې مصر نشي کولاى د داعش د ډلې پرخلاف جګړه کې ورګډ شي خو په يوه حالت کې او هغه د اردن خاورې ته د داعش د ډلې ننوتل دي.
باختر آژانس دبهرنيو سرچينو له خولې خبرراکړ: ابوالغيط وويل : چې يواځې په يوه حالت کې او هغه د اردن خاورې ته د داعش د ډلې ننوتل دي چې بايد دمصر اردو له هغې سره په جګړه کې ورګډه شي.
دمصر دبهرنيو چارو پخواني وزير څرګنده کړه چې د اردن عقبه بندر مصر ته ډير نږدې دى او هغه ته د داعش د ډلې د رسيدو په صورت کې به جدي خطر محسوس شي او کولاى شي ځان دمصر خاورې ته ورسوي.
ده څرګنده کړه : يواځې دسوريې د اردو اويا دکوم بل عربي هيواد په مرسته او په ورځ کې په دوه سوه هوايي بريدونو سره کولاى شو د داعش ډلې ته ماتې ورکړو او هغه له منځه يوسو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته