د داعش د ډلې درې سوه تنه غړي په عراق کې ووژل شول.

بغداد د آلمان خبري آژانس – باختر دلړم دمياشتې ٤
د عراق د دفاع وزارت د داعش د ډلې د درې سوه تنو غړو دوژلو او دعراق په شمال کې دبيجي  د آزادولو لپاره په پوځي عملياتو کې دڅو کليو دنيولو خبرورکړ.
باختر آژانس دآلمان دخبري آژانس له خولې خبر راکړ.
دعراق د دفاع وزارت پرون په يوه وينا کې زياته کړه چې عراقي ځواکونه بريالي شول دالبو طعمه او دالحجاج کلي آزاد کړي او د داعش د ډلې څه ناڅه درې سوه تنه غړي ووژني.
په دې وينا کې ويل شوي دي چې عراقي ځواکونو دغه راز څو بمونه او څو بمي نقليه وسايط شنډې کړې او دغه راز په دغو عملياتو کې دتروريستي ډلو څو تنه مشران هم ووژل شول.
دغه عمليات دبيجي ښار په لور دغه راز دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته