د خپرونو دچارو معين : دهېواد له خپروونکو سره په غونډه کې ديو بل په همکارى دفرهنګي کار کيفيت ته وده ورکړو .

کابل باختر د وري  اتمه :
دکتاب داوونۍ درارسيدو او هم په افغانستان او ايران کې دکتاب  ددوو معتبرو  نندارتونونو دجوړولو په درشل کې  ، داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معين  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دمطبوعاتو په تالار کې دهېواد  له ګڼ شمير  خپروونکو سره  وکتل او خبرې يې ورسره وکړې .
په دې غونډه کې  دکتاب دخپروونکو د صنف استازو په کابل پوهنتون کې دکتاب دنندارتون دجوړولو  دڅرنګوالي  او هم  دتهران دکتاب په نندارتون کې دافغان خپروونکو  دشتون  او ګډون  دڅرنګوالي په اړوند خبرې وکړې . او دکتاب  دليږدونې او دتهران دکتاب  په نندارتون کې دکتاب  پلورنې  دغرفو دحانګړي کولو په باب  خپلې نظريې دخپرونو دچاروله معين سره  طرحه کړې .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معين  فاضل سانچارکي په افغانستان کې  دکتاب  دخپروونکو  د نه ستړې کيدونکو  هڅو له امله  دقدرداني په ترڅ کې  دفرهنګ دپراختيا او دخلکو دافکارو دروښانولو په کار کې  دهغوى دريځ ارزښتناک وباله  او دکتاب  دوړاندې کولو ،  دليکوالو دملاتړاو دخلکو ترمنځ  دکتاب لوستلو دفرهنګ  دپراختيا په کار کې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دهمکارى  ډاډ ورکړ .
  دخپرونو دچارو معين  ډاډ ورکړ  چې دکتاب په اوونۍ کې  دکتاب دملي نندارتون دجوړولو دځاى  دتنظيم په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره  همغږي کيږي .چې  دخپرونو  دصنف په يوه  موافقې وړ  ځاى کې  ددغه نندارتون دجوړولو زمينه برابره کړي .
   داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو دمعين  دڅرګندونوله مخې ،  په دې برخه کې  دمناسب ځاى  په تدارک سربيره  دکتاب په اوونۍ کې به  دعامه پوهاوي  ،  خبر رسولو او دکتاب دنندارتون  دخبري پوښښ  په کار کې  دهېواد له خپروونکو سره  مرسته وکړي .
  سانچارکي  دتهران دکتاب  په نندارتون کې دافغان خپروونکو  په واسطه  دکتاب دليږدونې  په باب  هم وويل  په دې برخه کې  دايران په اسلامي جمهوريت کې دافغانستان دسفارت  له فرهنګي  رايزن سره  خبرې شوې دي او دسفارت  له خوا  درپوټ  له وړاندې کولو وروسته  به  دخپروونکو  له اتحاديې   سره  په همغږى کې  لازم اقدامات  ترلاس لاندې ونيول شي .
ده په نړيوالو نندارتونو کې  دغرفه لرونکو او کتاب پلورونکو دسفردلګښت  دمنلو په برخه کې  زياته کړه : (  له بده مرغه دافغانستان دولت يواځې دهراړخيزو پاليسيو دطرحه کولو له لارې  دخپرونو دسکتور دملاتړاو هم دهغو دکار  دکيفيت  دڅارنې قدرت لري . اودمالي ملاتړ په لحاظ  له دې امله چې په اوسني نظام  کې دکار روحيه  دازاد بازار  له روحيې سره  متناسبه ده ، دولت  نه يواځې دخپرونو له برخې سره  بلکې  له نورو برخو سره هم  پولي مرسته  نه کوي او په دغو برخو کې  بودجه نه لري  )  دخپرونودچارو معين  دهېواد له خپروونکو څخه  وغوښتل  چې له خپلو امکاناتو څخه  په استفادې اوداطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت سره  په همغږى کې  دکتاب لوستلو فرهنګ درواجولو او دذهنونو د روښانولو په لاره کې  خپل کار ته دوام ورکړي او دده  دڅرګندونوله مخې  هرکال دليک لوست دزده کړو کسانو  دکچې په زياتوالي سره  ځلانده راتلونکي به  دخپروونکوصنف ته  سترګې په لاره وي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته