خبرونهفرهنګTOP

د خپرندویانو او کتاب پلورنکو د ستونزو د حل په موخه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د معين په مشرۍ غونډه ترسره شوه

کابل، د مرغومې ۱۹مه، باختر
د اطلاعاتو کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي په مشرۍ نن په یاد وزارت کې د کتاب پلورنکو او خپرندویانو د ستونزو په تړاو په داسې حال کې ناسته ترسره شوه, چې د یاد وزارت نشراتي معینت سرپرست مولوي ضیاء الحق حقمل، د عامه کتابتون رئیس قاري عبیدالله حنیف، د بیهقي کتاب خپرولو رياست رئیس مولوي عبدالعلیم ځانواک، د کاپي رایټ مسؤل مولوي عبدالحق حماد، د وزارت د دفتر رئیس محمدشفیق احمدزي دپلان رئیس فدامحمد دوست او د یادو ریاستونو آمرینو هم ګډون درلود.
په غونډه کې د خپرندویانو او کتاب پلورونکو د ستونزو اورېدو تر څنګ د کتابونو محصول او ډېرې مالیې د ورکړې، د منظم ځای او بازار د نشتون او د جوازصدور د واحدي مرجع په اړه تفصيلي خبرې وشوې.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین په دغه غونډه کې وویل چې ياد وزارت د ناشرانو او کتاب پلورونکو ته د لازمو اسانتیاوو برابرول خپله دنده بولي او هڅه کوي، چې ماليې وزارت او کابل ښاروالۍ سره د يادو ستونزو د حل په موخه ګډ کار وکړي.
د يادونې وړ ده، چې د يادو موضوعاتو د څېړلو او عاجل حل په موخه له اړونده ادارو څخه کاري کمیټه وګمارل شوه، ترڅو راتلونکې غونډې ته په دې اړه راپور وړاندې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته