نړۍ

د خيبر پښتونخوا په ايالت هوايي بريد دسر دزيان زياتوالي.

–  پيښور- جيونيوز- باختر دکب دمياشتې ٥
د خيبر  ايجنسي  د تيرا  په  وادي  د پرونيو هوايې بريدونو د سردزيان شمير اته ديرشو تنو ته لوړ شوى دى  ، پخوا دغه شمير اتلس تنه ښودل شوي وو.
باختر آژانس دپاکستان دجيو ټلويزيون له خولې خبر راکړ  :
دپاکستان هوايې ځواکونو پرون په  پرله پسې توګه   د دريمې ورځې لپاره دپاکستاني طالبانو په  پټنځايونو بريدونه  وکړل.
په خيبر پښتونخوا په ايالت کې د طالبانو په پټنځايونو دغه بريدونه دپاکستان دسرحدي پوځ ٢٣ تنو عسکرو له وژل کيدو وروسته تر سره شوي دي.
يوه امنيتي مامور په اسلام آباد ښارکې ويلي دي چې په  دغو بريدونو کې د  اته ديرشو تنو طالبانو په وژل کيدو سربيره ماينونه او چاوديدونکي توکي هم  له منځه وړل شوي  دي.
په يوه بله پيښه کې د هغه بم دچاودنې له امله چې دخيبر-  پښتونخوا ايالت دبسونويوه تم ځاى ته څيرمه ځاى پرځاى شوى  و،  د دوو ښځو او ديوه ماشوم
په ګډون دولس تنه  ووژل شول او دولس تنه نور ټپيان  شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته