امنیت

د خيبر پښتونخوا ايالت په لنډي کوتل کې چاودنه

پيښور باختر دکب  دولسمه :
د خيبر پښتونخوا ايالت په خيبر ايجنسى کې په واټ کې د يو بم دچاودنې له امله دوه تنه پوځيان ووژل شول او پنځه تنه نور يې ټپيان شول.
باخترآژانس دپاکستان ددان ورځپاڼې د انترنتي سايټ له خولې خبر راکړ: د سرحدي مليشو يوکاروان نن له لنډي کوټل ناحيې څخه جمرود ته روان چې د سادوخيلو په ناحيه کې په واټ کې په ښخ کړى شوي ماين وخوت او د ماين د چاودنې له امله يې دوه تنه مليشې ووژل شول او پنځه تنه نور ټپيان شوې او د هغوى ليږدونکې واسطه په بشپړه توګه ويجاړه شوه.
خيبر ايجنسي يوه له هغو اوو نيمه کورواکو قبايلي سيمو څخه ده چې دپاکستاني طالبانوتحريک او د القاعده ډلې پکې فعاليت لري.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته