امنیت

د خيبر په عملياتوکې په طالبانو ځپنده ګوزار وشو

_  کابل باختر دمرغومي دمياشتې  ١٠ :
په  لغمان و لايت کې د خيبر _ ٢٩ په  عملياتوکې د وسله والو طالبانو د ډلې يو قوماندان ونيول شو او د دوى له خوا ٢٦جوړ شوي سنګرونه  دړې  وړې شول.
د ٢٠١ سيلاب قول اردو وياند ډګروال نعمان عاطفي دباختر آژانس خبريال ته ويل:  د خيبر _ ٢٩ په عملياتوکې چې دملي اردو د ځواکونوله خوا د لغمان ولايت  د قرغيو ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره شول؛ د وريښمو د تنګي د شمال په استقامت د پلټنې په بهيرکې د وسله والوطالبانو  ٢٦ سنګرونه چې له  ډبرينو ديوالونو څخه جوړ شوي و؛ دړې وړې شول .
خبرځاى وويل چې د قرغيو ولسوالۍ په کمدرګي کلي کې د دغو عملياتو په بهير کې د وسله والو  طالبانو د ډلې د سيمه ييز قوماندان ملا تور په ګډون درې تنه وسله وال طالبان د امنيتي ځواکونوله خوا نيول شوي دي.
دغه عمليات په بشپړه توګه د لغمان ولايت د قرغيو ولسوالۍ د بېلابېلو سيمو  تر پاکولو پورې دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته