نړۍ

د خيبر د قبايلي سيمې په تيرا دره کې پنځلس تنه طالبان ووژل شول

پيښور – دان  – باختر د مرغومې دمياشتې ٢٠
د خيبر د تيرا درې او داتاخيلو په سيمه کې د امنيتي ځواکونو او د مليشه طالبانو ترمنځ د متقابلو ډزو او د طالبانو په يوه پټنځي کې د چاودنې له امله ١٥ تنه مليشه طالبان ووژل شول.
باختر آژانس د بهرنيو خبرځايونو له خولې خبر راکړ: اته تنه طالبان د امنيتي ځواکونو په متقابلو ډزوکې ووژل شول.
امنيتي ځواکونو له هغه وروسته چې طالبانو د هغوى په کمپ د ١٥ توغنديو بريدونه وکړل؛ په متقابل بريد يې لاس پورې کړ .
امنيتي ځواکونو په تيرا دره کې د پلټنې عمليات پيل کړي دي.
دغه راز نن په تيرا دره کې د يوې چاودنې له امله د لښکر اسلام په ډلې پورې اړوند څلور تنه مليشې ووژل شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته