د خوست په غلام خان بندر کې د مسافرينو لپاره د تم ځای ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

کابل، د غوایي ۲۷مه، باختر
د خوست ولایت په غلام خان بندر کې د نږدې ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت د مسافرينو لپاره د تم ځای ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
دغه ودانې د کورنیو چارو د وزارت د تعمیراتو د لوی ریاست له لوري د خوست د ګربزو ولسوالۍ په غلام خان بندر کې چې د ګاونډي هېواد پاکستان سره د سرحدي نقطې سره نېږدې واقع ده؛ په ۳۰۰۰ متره مربع ځمکه کې د ۱۷ میلیونه ۹۸۱ زره افغانیو په لګښت په دوه پوړونو کې چې د اتو خونو، سولریز برېښنا سېستم او اړونده نورو سهولتونو درلودونکې ده جوړه او نن د پټۍ په پرې کولو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د دې ودانۍ په جوړېدو سره به د پاکستان څخه د تلوونکو او هېواد ته د ننه د راتلونکو مسافرو، کډوالو او موټر چلوونکو د داخلېدو او خارجېدو چارې آسانه شي او له یادې ودانۍ څخه به دوی ته د تم ځای په شکل کار واخیستل شي.
د یادې ودانۍ د پرانېستې په مراسمو کې د خوست مرستیال والي محبوب شاه قانت، د خوست د امنیه قومندانۍ د امنیتي چارو مرستیال مولوي حیدر، د کمیسارۍ معاون عزام، د بېلابېلو ادارو مسئولینو، او د رسنيو استازو ګډون درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته