خبرونهاقتصادټولنه

د خوست په عليشېرو او تريزيو کې د يوه چکډېم د جوړېدو چارې پيل شوې

کابل، د غوایي ۲۴مه، باختر
د خوست ولایت د عليشېرو او تريزيو ولسوالۍ په قدمو سیمه کې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه چکډېم د جوړیدو چارې پیل شوې.
د شمل خرم فرعي سیندیزې حوزي رئيس مولوي عبدالقيوم ثابت په دې اړه باختر آژانس ته وویل، چې ياد چکډېم د اوبو او انرژۍ وزارت په مالي لګښت د سيکارام سپين غر ساختماني شرکت له لوري د دوو میاشتو په موده کې جوړیږي، چې د یادې پروژې په جریان کې به لسګونه ماهرو او غير ماهرو کارګرو ته د کار زمینه برابره شي. نوموړي همداراز زیاته کړه: «ددې پروژې په بشپړېدو سره به د ځمکې لاندې اوبه زېرمه، د اوبو سرعت به کم، د سېلابونو څخه به سلګونه جربيه ځمکه خوندي او هم به د زراعتي ځمکو د اوبه خور لپاره ور څخه ګټه واخيستل شي.» ورته مهال د سيکارام سپين غر ساختماني شرکت مسوول انجنير مدد خان له باختر سره په خبرو کې وویل چې ياد چکډېم ۲۵ متره اوږدوالی، د تهداب په شمول ۶،۵ متره جګوالی، په تهداب کې ۴،۵ متره او په سر کې ۸۰ سانتي متره سور لري چې د ۴۵۰۰ متره مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري.
اخوا قومي مشر حاجي ګل حسين باختر سره په خپلو خبرو کې وویل، چې د اسلامي امارت سره اوږه په اوږه د بيارغونې پروژو په برخه کې ولاړ يو او په دغه سيمه کې د ورته نورو پروژو د پلې کولو غوښتونکي یو.
یاده دې وي، چې له دې وړاندې (تېرې شنبې په ورځ) د ۱۸ ميليونه افغانيو په لګښت د خوست ولايت د مرکز په ګډون په نادرشاه کوټ، صبريو، ځاځي میدان، تڼيو، موسی خیلو، دوه منده او باک ولسوالیو کې د چکډيمونو ۸ پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته سپارل شوې وې.

په خوست کې ۵ ټنه تر وخت تېر خوراکي توکي وسوځول شول
کابل، د غوایي ۲۴مه، باختر
د خوست ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست د مستهلکینو څخه د ملاتړ کمېسیون په تېرو پنځه میاشتو کې ۵ ټنه خوراکي توکي چې مشروبات هم پکې شامل دي د ښار اړوند بېلابېلو ناحیو څخه راټول او وسوځول شول.
د دغو توکو د سوځولو پرمهال د دغه ولایت مرستیال والي مولوي محبوب شاه قانت د اړوند مسوولینو له هلو ځلو د مننې تر څنګ پر سوداګرو غږ وکړ، چې تر وخت تېر توکي دې خپلو هټیو کې نه ساتي او نه دې یې پر خلکو پلوري، ځکه دا جرم دی او ترې لاسته راوړونکې ګټه حرامه ده.
ورته مهال د صنعت او سوداګرۍ ریس مولوي شمس الاحمد برکتیار په خپلو خبرو کې د ولایتي رهبرۍ څخه مننه وکړه چې د دوی د هرې قانوني کړنې ملاتړ کوي.
نوموړي له سوداګرو وغوښتل چې د شریعت په رڼا کې سوړاګري وکړي او تر وخت تېرو توکو له پلورلو دې په کلکه ډډه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته