د خوست ولسونو له لوري د نظام په ملاتړ او د پاکستاني پوځ د وروستیو هوایي بریدونو پر ضد پراخ لاریون ترسره شو

کابل، د مرغومي ۹مه، باختر
د خوست میړني ولسونه د ملي حاکمیت د ملاتړ او د وروستیو پېښو په غبرګون کې د خپل نظام په پیاوړتیا او د افغان ځواکونو د لاسته راوړنو ستاینه کولو لپاره د خوست ښار په مرکزي چوک کې راټول شول.
لاریونوال د پاکستاني پوځ د وروستیو بریدونو په کلکه غندنه وکړه او له نړیوالو یې غوښتنه وکړه چې د ملکي خلکو پر کورونو د دغه ډول بریدونو مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي.دوی د افغان ځواکونو د بیګانۍ قاطع عملیاتو، چې د هېواد له خاورې څخه د ساتنې او د شریرو عناصرو د له‌منځه وړلو لپاره ترسره شول، ملاتړ وکړ او دا یې د ملي حاکمیت او د افغان ولس د غوښتنو انعکاس وباله.

Ps202412292
لاریونوالو په یوه غږ وویل چې د خپلې خاورې د ساتنې لپاره به له خپلو ملي ځواکونو سره اوږه په اوږه ولاړ وي او د خپلواکۍ، ملي حاکمیت او سولې په ملاتړ کې به هېڅ ډول هڅې ونه سپموي.
دوی ټینګار وکړ چې افغان ځواکونه د ملت ساتونکي دي او د دوی قاطع اقدامات د هېواد د پیاوړتیا او امنیت په ټینګښت کې مهم رول لري.
لاریون د ملي یووالي او د ملي ځواکونو د ملاتړ په یو ښکاره پیغام بدل شو، چې د خوست ولسونو د خپل نظام او ملي ځواکونو ملاتړ په کلکه څرګند کړ او ویې ویل چې له خپلې خاورې څخه د دفاع په موخه به تل له خپلو ملي ځواکونو سره اوږه په اوږه ولاړ وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته