ټولنه

د خوست والي: ټول دولتي وسایل دې دولت ته وسپارل شي

کابل / د وږي ۱۱مه / باختر
د خوست والي مولوي محمد نبي عمري د دغه ولایت د منګلو، ځداراڼو، صبريو، تڼيو، ګربز ،متون، مندوزيو، لکڼو او له یو شمېر نورو قومي مشرانو سره په کتنه کې پر خوستیانو غږ وکړ چې دولتي وسایل او غصب شوې ځمکې دې دولت ته وسپاري.
عمري له قومونو څخه وغوښتل چې د دولت د پياوړتيا په موخه له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.
د خوست والي مولوي محمد نبي عمري زیاته کړه چې اسلامي امارت په دې هڅه کې دی، چې ژر ټول‌شموله حکومت اعلان کړي چې ټول قومونه په کې ونډه ولري.
په همدې حال کې قومي مشرانو وويل چې ټول قومونه له اسلامي امارت څخه په کلکه ننګه او ملاتړ کوي او په هر ډول شرايطو کې ورسره همکار دي.
په ورته وخت کې د لوګر والي مولوي احمد علي جان احمد هم د پکتیا د ځدراڼو او زروخېلو له قومي مشرانو سره په کتنه کې دوی ته د امنیت او همکارۍ ډاډ ورکړ.
قومي مشرانو هم د اسلامي امارت پر راتګ خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې د اسلامي امارت بریا د افغانستان د کړیدلي او ځوریدلي ملت د ژوند او عزت ساتنې بریا ده.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته