کابل/دلیندۍ۱۲مه/باختر
معلولین دي چې د ټولنې له ارزښتونو یې په کله دفاع کړې ده او د خپل وجود غړي یې له لاسه ورکړي دي.
دغه څرګندونې د خوست والي محمد حلیم فدايي د معلولینو د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې وکړې.
هغه معلولین د ټولنې مهم قشر یاد کړ او له سوداګرو یې هیله وکړه چې د معلولینو لاس نیوى وکړي.
په همدې حال کې د ولایتي شورا رییس سېد محمد نېکزاد او په دغه ولایت کې د معلولینو رييس عزیز د معلولینو پر ستونزو رڼا واچوله او له دولت یې غوښتنه وکړه چې له معلولینو سره مرسته وکړي.
د ډسمبر درېیمه چې د معلولینو نړیوالې ورځې ته ځانګړې شوې ده؛ په افغانستان کې په داسې حال کې نمانځل کېږي چې د جګړو له امله پکې د معلولینو شمېر نږدې یو میلیون تنو ته رسېږي او لا هم د زیاتېدو په حال کې دی.
پای/وصال