کابل / د وږي ۷ مه / باختر
د خوست والي مولوي محمد نبي عمري په صبريو او یعقوبيو والسوالۍ کې له قومي مشرانو او دیني عالمانو سره وکتل.
دیني عالمانو وویل چې د يادې والسوالۍ ولسونو تېره شل کلنه دوره کې له اسلامي امارت څخه په کلکه ننګه او ملاتړ کړی او اوس هم چمتو دي چې له خپل نظام سره ودرېږي.
په ورته وخت کې د خوست والي مولوي محمد نبي عمري دیني عالمانو او قومي مشرانو ته وويل چې د يادې والسوالۍ اتلو مشرانو او ځوانانو په تېرو شلو کلونو کې بې شمېره قربانۍ ورکړي او دغه قربانۍ به يې د تاريخ په زرينو کرښو وليکل شي.
والي دوی ته په خطاب کې وويل: اسلامي امارت تل هڅه کړې چې د خپلو هېوادوالو لپاره د زړه له کومي خدمت وکړي، اوس هم د امارت د ټولو دولتي ادارو دروازې ستاسو پرمخ خلاصې دي.
عمري د صبريو والسوالۍ هغې هديرې ته هم لاړ چې هغه شهيدان په کې خاورو ته سپارل شوی چې تېرو شلو کلونو کې یې د تېری کوونکو په مقابل کې سرونه قرباني کړي. دوی ته يې دوعاګانې وکړې او زیاته یې کړه چې دغه ستره فتحه د دغو شهيدانو د قربانيو پايله ده، چې لوی زبرځواک ته يې ماتې ورکړه.
هغه زیاته کړه چې د شهیدانو بچیانو ته به پاملرنه کېږي، ځکه چې سالمه روزنه یې پر موږ حق دی.
ن/ر