د خوست د ترافیکو مدیریت روان کال څه باندې ۴۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي

کابل، د مرغومي ۱۸ مه، باختر
د خوست د امنیې قومندانۍ اړوند د ترافیکو عمومي مدیر حمیدالله یاسین وايي، چې د ۱۴۰۳ هجري لمریز کال له پیل څخه تر اوسه یې د لایسنسونو او جوازسیرونو د وېشلو او موټرو لپاره د موقتي پلېټونو صادرولو له لارې څه باندې ۴۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي، چې د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.
د نوموړي په وینا، په یاده موده کې ۷ زره ۱۰۴ لایسنسونه، ښي لاس موټرو ته ۲۵۸ جوازسیرونه، او کین لاس موټرو ته ۱۴ زره ۲۴۹ موقتي پلېټونه وېشل شوي دي.
یاسین زیاته کړه، چې د روان کال له پیل راهیسې د ترافیکي پېښو ۸۷ داسې قضیې چې مرګ ژوبله یې لرله، څېړل شوې او محاکمو ته وړاندې شوې دي.
همدارنګه، د ۲۲۶ ترافیکي پېښو چې څوک په کې ژوبل شوي نه دي، پلټنه شوې، چې له دې ډلې ۶۳ قضیې همدلته حل او فصل شوې دي.
د خوست د ترافیکي مسوولینو په وینا، دغه پرمختګ د ترافیکو د مدیریت د لا ښه والي او د عوایدو د زیاتوالي څرګندونه کوي.