د خوست دیني عالمان: روانه جګړه دې ودرول شي

کابل / د چنګاښ ۲۲ مه / باختر

د خوست دیني عالمانو او  قومي مخورو له طالبانو او دولت په یو غږ د روانې جګړې  د درېدو غوښتنه وکړه.

د دغه ولایت د عالمانو د شورا مشر مولوي شاه محمد وايي چې روانه جګړه دې ودرول شي  او د خبرو له لارې  دې ستونزې ته د حل  لاره ولټول شي.

هغه زیاته کړه: هغه څوګ چې کلمه وايي مسلمان دی او د مسلمان د وینې تویول حرام دى. هغه پر وسله والو طالبانو او دولت غږ وکړ چې سوله وکړي.

دیني عالم قاري محمد عارف او مولوي محمد ګل وویل چې په سوله کې امن دی، سکون دی، د عامه شتمنۍ او ملت ساتل دي، نو هیله ده چې روانه جګړه ودرول شي او پر ځای یې د سولې لپاره کار وشي.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو په دوحه کې د سولې مېز پرېښی او نورو هېوادونو ته یې سفرونه پيل کړي، خو دلته په هېواد کې یې جګړې ته زور ورکړی چې هره ورځ په کې لسګونه افغانان وژل کېږي.

وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته