کابل، د مرغومې ۶مه، باختر
د بغلان ولایت له مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د سون او خوراکي توکو د کیفیت معلومولو او بیو کنټرول په موخه د صنعت او سوداګرۍ وزارت یوه پلاوي بغلان ته سفر کړی او په دغه ولایت کې یې له والي سره ناسته کړې.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د بغلان والي د پلاوي له مشر حافظ نجیب الله عظیمي او غړو سره ناسته کړې او د اوړو، غنمو، وریجو، غوړو، تېلو، وارداتي گازو، شمالي اوشمال ختیځو کې د اوړو د میلونو د کیفیت او قیمت څارنه د خپل سفر موخه بللې او په دې برخه کې یې له والي مرسته غوښتې.
د بغلان والي مولوي عبدالرحمن حقاني تمه ښودلې، چې ورغلی پلاوی به په پوره بې پلوۍ، حوصله مندۍ او امانت دارۍ سره خپلې چارې ترسره او ولایتي اداره به په دغې برخه کې ورسره هر راز اصولي مرسته ترسره کړي.
د بغلان اوسېدونکي هیله من دي، چې د دې پلاوي په راتلو سره به بغلان کې د توکو کیفیت ښه او بیې هم څه ناڅه راکمې شي.