ټولنه

د خوا خوږۍ او ډاډګيرنې پيغام.

کابل – باختر دکب دمياشتې ١٣
د افغانستان داسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامد کرزي د  ډاډګيرنې او خواخوږۍ  پيغام.
په  ژورې خواشينۍ سره   مې خبر ترلاسه کړ چې   زموږ په هيواد کې د کرنې يوستر استاد او يوه  پوهاند ډاکتر  سيداميرشاه حسن يار د هغې ناروغۍ له امله ورپيښه شوې  وه وفات   شوى دى .
اروښاد پوهاند ډاکترسيداميرشاه حسن يار زموږ په  هيواد کې يو تکړه استاد او د  کرنې او   د ژوندانه   د  چاپيريال ساتنې د علومو  يو مشهور څيړونکى    و   کلونه کلونه يې دکابل پوهنتون د  کرنې په پوهنځي کې لوست ورکړ يو  وخت د پوهنتون رييس و  او  يوه  موده   هم  د لوړوزده کړو وزير   و . د ده خدمتونه دقدر وړ او مړينه يې ضايعه ده .
دخپلې خواخوږۍ او  ډاډګيرنې مراتب د اروښاد دکورنۍ  او دوستانو  د  باميانو ولايت خلکو او د لوړو زدکړو وزارت   پوهنتون منسوبينو ته وړاندې کوم  او د لوى خداى  ( ج )  له دربار څخه   متوفى ته  د  مغفرت او پاتې کسانو ته يې د جميل صبر هيله  کوم.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته