کابل باختر دوږي دمياشتې ١٩مه
د افغانستان د پخواني جمهور رييس حامد کرزي د خواشينۍ پيغام
په ژورې خواشینۍ سره مې خبر تر لاسه کړ چې مشهوره افغانستان پېژندونکې او مورخه مېرمن نانسي دوپري د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
مېرمن نانسې دوپرې د افغانستان ستره خدمتګاره وه او له خپل خاوند لویس دوپري سره یو ځای یې د خپل ژوند شاوخوا پنځوس کاله د افغانستان د لرغونو آثارو په راټولولو، د افغانستان د تاریخ په معرفي او د افغانستان د فرهنګي آثارو ساتنې ته وقف کړی و.
مېرمن دوپري د جهاد په دوران کې خپل فعالیتونه له کابل څخه پېښور ته منتقل کړل او د افغانستان تر آزادۍ وروسته بېرته کابل ته راستنه شوه او په کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتو د سرچینو مرکز په جوړولوکې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې. هغې همداراز د افغانستان په اړه کتابونه ولیکل او د افغانستان لپاره یې بې سارې او د ستاینې وړ خدمتونه ترسره کړل.
نوموړې سره له دې چې د ډېر عمر خاونده وه، د افغانستان مینې دا توان ورکړی و چې د ژوند تر پایه په افغانستان کې ژوند وکړي او د افغانستان تاریخ او فرهنګ ته مخلصانه کار وکړي. مړینه یې لویه ضایعه او یاد به یې تلپاتې وي.
د خپلې ژورې خواشینۍ او تسلیت مراتب د ارواښادې کورنۍ، دوستانو او همکارانو ته وړاندې کوم او لازمه ګڼم چې د افغانستان د یوې ریښتینې خدمتګارې په صفت په قدر او عزت په افغانستان کې خاورو ته وسپارل شي.#
پاى_ج
1 1 دقیقه لوستل