ټولنه

د خواشینۍ پيغام

کابل – باختر د لړم د مياشتې ٥مه

د پخواني جمهور رييس حامد کرزي د خواشینۍ او ډاډګیرنې پيغام

په ژورې خواشینۍ سره خبر شوم چې د پرونۍ سختې زلزلې له امله، د هېواد په ځینو ولایاتوکې زموږ ګڼ شمېر هېوادوالو ته ځاني او مالي زیان اوښتی دی.

په دې توګه د خپلې خواشینۍ او ډاډګیرنې مراتب د دغې غمجنې پېښې د قربانیانو کورنیو ته وړاندې کوم او له ټولو خیریه ټولنو او ملي سوداګرو څخه هیله لرم چې د تل په شان یو ځل بیا ډير ژر د دغې پېښې قربانیانو ته د هر اړخیزو مرستو د رسولو لپاره عاجل اقدامات وکړي.

د لوی خدای (ج) له دربارڅخه د دغې پېښې شهیدانو ته د فردوس جنت، کورنیو ته یې د جمیل صبر او ټپیانو ته یې د عاجلې روغتیا هيله کوم.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته