ټولنه

د خواخوږۍ پيغام

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٤
د مشرانو جرګې د اداري هيئت او غړو د ډاډګيرنې او خواخوږۍ پيغام
د مشرانو جرګې رييس او غړو په ژورې خواشينۍ سره خبرترلاسه کړ چې له اداري فساد سره د مبارزې د عالي ادارې پخواني رييس، د انتخاباتو د خپلواک کميسيون او د ملي شورا د لنډ مهالې دارالانشا پخواني رييس ډاکتر عزيزالله لودين د هغې ناروغۍ له امله چې ورپيښه شوې وه؛ د امريکا په متحده ايالاتوکې وفات شوى دى.
د ملي شورا مشرانو جرګه د هيواد د دغه سياسي، علمي او کادري شخصيت مړينه يوه ضايعه بولي او د ارواښاد کورنۍ، دوستانو او خپلوانو ته د ډاډګيرنې او خواخوږۍ د مراتبو د څرګندونو په ترڅ کې د الله (ج) له دربار څخه ارواښاد ته د مغفرت هيله کوي او د هغه د کارونو درناوى کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته